د غزني پوهنتون کې چاودنې درويشت تنو محصلینو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د غزني ولايت پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهځي کې چاودنې د ښځينه محلصينو په شمول درويشت تنه ټپيان کړي دي.

د غزني د والي له دفتره په خپره شوې خبرباڼه کې لومړی د ټپيانو شمير نوولس ښودل شوی و چې له ډلې يې دولس نجونې او اووه نارینه دي.

خو د پوهنتون مسؤولین وايي، چاودنه له غرمې مخکې د لس بجو په شاوخوا کې ترسره شوې چې ټول درويښت تنه دي.

د غزني د ملکي روغتون مشر باز محمد همت روغتون ته د اتلس ټپيانو وروړل تاييد کړي چې په وينا يې ديارلس نجونې او پنځه نارينه محصلين دي.

طالبانو د غزني پوهنتون کې چاودنه غندلې او وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي: اسلامي امارت غه عمل په کلکه غندي، تعلیمي ادارې د داسې موخو هدف ګرځول د اسلامي او بشري اصولو خلاف کار دی."

تر اوسه چا د دغه بريد مسؤوليت په غاړه نه دی اخيستی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !