ډونالډ ټرمپ: امريکا به له بې مانا او بې ګټو جګړو ووځي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې له دې وروسته به امريکا په بې مانا او بې ګټې جګړو کې ښکيله پاتې نه شي.

نوموړي په ټويټ پيغامونو کې ويلي، چې امريکا نور د تېر په څير حماقت نه کوي چې اروپايي هيوادونه يا نور د نړۍ ګوټ ګوټ کې جګړو ته واستوي زياتوي امريکا به له دې وروسته یوازې هغو سیمو کې جګړې مخته وړي چې ګټه يې پکې وي.

نوموړي یو ځل بيا په سوریه کې د امریکايي ځواکونو د شتون په اړه ټويټ کړی وايي، چې ياد سرتيري یوازې د یوې مياشتې لپاره تللي و خو کلونه پرې تير شول.

که څه هم نوموړي په افغانستان کې د جګړې يا د عسکرو د ايستلو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې په ټويټ کې له سوريې څخه د امریکايي عسکرو د ايستلو امر کړی و.

ويل کيږي، له سوريې څخه د امریکايي ځواکونو د ايستلو لړۍ پيل شوې ده.

ترکيه له ډیرې مودې راهيسې پلان لري چې د سوريې سره پر ګډه پوله د ترکي ځواکونو پرضد عملیات وکړي چې هغوی يې ترهګر بولي.

خو ټرمپ ترکيې ته خبرداری ورکړی چې د امریکايي ځواکونو له ايستلو ته ګټه نه  اخلي او که ورته ډول اقدام يې وکړ نو اقتصاد به يې ویجاړ کړي.

ټرمپ دغه راز د ترکيې او کردانو د جګړې پړه د امریکا پر پخواني ولسمشر بارک اوبا وراچولې ده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !