د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون: د شکایتونو د څېړنې چارې پنځوس سلنه مخ ته تللې دي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي په ۸ ورځو کې به د ټاکنو د ورځې په اړه ټول شکایتونه وڅېړي. د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې یو شمېر شکایتونه د ټاکنیزو جرمونو په تړاو دي چې ممکن د رایو پر باطلېدو او د ټاکنو پر پایله اغېز ولري. دغه بنسټ وايي چې د شکایت څېړنې بهیر ۵۰ سلنه مخکې تللی. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر قطب الدین رویدار ویلي، د ټاکنو په اړه شکایتونه په ۳۲ مواردو کې و چې ۵۴۱۲ را رسېدلي او لومړني مراحل یې پای ته رسېدلي دي. دی وايي په ځینو ولایتونو کې هم شکایتونه د څېړنې په حال کې دي او د ځینو په اړه یې پرېکړې هم شوې دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي که د ټاکنیزو جرمونو په اړه اسناد وي نو دا د ټاکنو پر پایلو هم اغیز کوي. رویدار هیله ښیې چې په راتلونکو اتو ورځو کې د دې کمېسیون پاتې کارونه هم پای ته رسیږي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !