فضل هادي مسلمیار: طالبانو سره د زندانیانو پر سر دخلیلزاد خپلسرې معامله ملي خیانت دی

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار دطالب او امریکایي استازو ترمنځ دبندیانو پر سر په شوې معاملې توند غبرګون ښودلی او دایي ملي خیانت بللی دی.

مسلیمار ویلي، که خلیلزاد د طالب بندیانو په سر خپلسرې معامله کړې وي؛ دا له افغانستان سره ملي خیانت دی.

فضل هادي مسلمیار چې د مشرانو جرګې سې شنبې ورځې عمومي غونډې ته وینا کوله وویل، چې د افغان حکومت له اجازې پرته هر اقدام د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.

مسلمیار په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې افغان حکومت باید خلکو ته د طالب بندیانو خلاصون په تړاو وضاحت ورکړي.

طالب او امریکایي مرکچیانو دخپلو مذاکراتو په جریان کې دهندي انجینرانو او یو شمېر طالب مشرانو پر سر په تبادلې هوکړه کړې وه چې وړمه شپه عملي کړل شوه.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !