امریکا تېره میاشت پر افغان خاوره ۹۴۸ بمونه غورځولي دي

امریکا تېره میاشت په افغانستان کې تر ټولو ډېر بمونه غورځولي دي. امریکايي رسنۍ وایي، تېره سپټمبر میاشت ۹۴۸ بمونه پر افغان خاوره غورځول شوي دي. د راپورونو له مخې له ۲۰۱۰ز کال راهیسې په یوه میاشت کې دا د غورځول شوو بمونو تر ټولو لوړه شمېره ده. د سرچینې په وینا امریکايي ځواکونو وروسته له هغه پر طالبانو هوایي بریدونه ډېر کړي چې له دغه ډلې سره مذاکرات لغوه شول او پر دوی د نظامي فشار د ډېرولو امر وشو. دغه راز روان کال بیا تر دې دمه امریکايي هوایي ځواکونو ټولټال ۵۴۳۱ بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي. سرچینه کاږي که د هوایي بریدونو لړۍ همداسې روانه وي نو ښايي د روان کال تر پایه پورې د تېر کال په پرتله د امریکا د هوایي بریدونو کچه لوړه شي.

امریکايي ځواکونه وایي چې په دغه بریدونو کې یې تر ډېره د وسله والو طالبانو مرکزونه په نښه کړي، خو د راپورونو له مخې په دغو هوايي بریدونو کې افغان ملکیان تر بل هر چا ډېر زیانمنېږي. امریکایي پوځ د بریدونو د لا ډېرولو خبرداری هم ورکړی دی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !