حکمتیار: ولسمشریزې ټاکنې له بحران سره مخ شوې دي

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د حزب اسلامي مشرښاغلی حکمتیار وایي تېرې ټاکنې بحراني شوې دي. نوموړي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، حاکمو ټیمونو ورسره سلا مشورې پیل کړې دي او له ده یې غوښتي چې د بحران په حل کې ورسره مرسته وکړي. ښاغلی حکمتیار وایي په ټاکنو کې درغلي شوې ده او په خبره یې که پاکې رایې له ناپاکو بېلې شي نو دی تر ټولو ډېرې رایې وړي. حکمتیار دغه راز ویلي، ددې اړتیا ده چې ټول نوماندان سره یو ځای شي او له روان بحران د راوتلو لپاره عملي اقدامات وکړي.

ښاعلی حکمتیار داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم په ځينو برخو کې د ستونزو موجودیت مني. دوی وايي چې د کارونو د نه چټکوالي له امله ښايي لومړنۍ پایلې په خپل وخت اعلان نه شي. خو بیا یې هم له نوماندانو غوښتنه کړې چې د دوی اعلان ته په تمه شي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !