کانګرېس: له سوریې د امریکایي ځواکونو وتل به په سیمه کې نوي ګواښونه رامنځته کړي

د امریکا د کانګرېس دوو لوړپوړو استازو د سوریې له شمال ختیځ څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په تړاو د ولسمشر ټرمپ پرېکړه غندلې ده.

د استازو جرګې او د سنا مجلس دوو مشرانو، نانسي پلوسي او مچ مک کانل د دغو سرتېرو ایستل د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ بللی دی.

دوی ویلي، وېره لري چې د سوریې له شمالي برخو د امریکایي ځواکونو وتل به په سیمه کې د کرد وسله والو پر ضد د ترکیې برید ته لار هواره کړي او دغه څه به ناوړه پایلې ولري.

د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي، دا اقدام ایران، روسیې او هم د امریکا متحدینو ته یو داسې خطرناک پیغام رسولی شي، چې ګواکې امریکا د اعتماد وړ ملګرې نه ده.

هغې په یوې اعلامیه کې پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی چې دا خطرناکه پرېکړه بېرته راوګرځوي.

بلخوا د سنا مجلس د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر میچ مک کانل هم ویلي چې له دې سیمې په بېړه د امریکایي سرتېرو ایستل یوازي د روسیې، ایران او د اسد د رژیم په ګټه دي.

نوموړي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا کار په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او نورو تروریستي ډلو د بیا راټولېدو خطر ډېروي.

بلخوا روسیې  د سوریې په شمال کې د ترکي پوځ د عملیاتو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د کرېملین ویاند دیمتري پېسکوف د سوریې په شمال کې د ترکیې راتلونکي عملیات د ترکیې د امنیت ساتنه بللې ده.

نوموړي ویلي: «دا د هغو تروریستي عناصرو پر ضد اقدام دی چې غواړي د سوریې خاوره د خپلو پناه ځایونو په توګه وکاروي، خو زه تکراروم چې تر ټولو دمخه لازمه ده چې د سوریې خاورې او سیاسي حاکمیت ته هم درناوی وشي».

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي ځواکونو د اکتوبر په اوومه د ترکیې پولې ته نږدې د سوریې له شمالي سیمو چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په لاس کې دي، وتل پیل کړي دي.

سپینې ماڼۍ د اکتوبر په شپږمه د امریکا او ترکیې د ولسمشرانو ترمنځ له ټلیفوني خبرو وروسته وویل، د سوریې په شمال کې د ترکیې عملیات نږدې دي. سپینې ماڼۍ دغه راز وویل، په سوریه کې د امریکا سرتېري به په دغو عملیاتو کې برخه وانه خلي او نه به یې ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي، سره له دې چې ولسمشر ټرمپ ظاهراً د لویې کچې وتلو خبره کړې، خو ډېر لږ شمېر امریکایي سرتېري د سوریي له شمالي برخو وتلي دي .

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !