ټرمپ: په سپينه ماڼۍ کې به د رجب طيب اردوګان هرکلی وکړم

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ ترکيې ته له ګواښ وروسته نن په خپلو څرګندونو کې ترکيه د امریکا ستر سوداګريز هېواد بللی او وايي، د واشنګټن او انقرې اړيکې د هېچا له سترګو نه دي پټې.  د امریکا ولسمشر وايي، خپل ترکي سيال ته يې د واشنګټن بلنه ورکړې او په خپله به يې هرکلی وکړي.

ټرمپ په خپل ټويټرپيغام کې ويلي: ډېر خلک دا خبره په اسانه هېروي، چې ترکيه د متحده ايالاتو ستر سوداګريز شريک دی، حقیقت دا دی، چې ترکيه د امريکا ايف ۳۵ الوتکو ته فولادي ډانچې جوړوي او له دوی سره زموږ چلند ډېر ښه دی.  ټرمپ زياته کړې: موږ بايد دا په ياد ولرو، چې ترکيه د ناټو په پوځي ایتلاف کې مهم هېواد دی او سربېره پر دې يې د سوريې په ادلب کې ښار کې د ډېرو خلکو د ژوند ژغورلو کې له ما سره ډېره مرسته کړې ده.

ډونلډ ټرمپ له سوريې د امريکايي پوځيانو د اېستلو پرېکړه کړې، خو ديموکراتانو او جمهوري پلوه سناتورانو يې له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.

د سوريې شمال کې د امريکا متحد کردانو او امریکايي سياستوالو د ټرمپ پرېکړه غندلې او وايي، که امریکا له سوريې خپل عسکر وباسي، د سيمې کردان به د ترکيې د عملياتو ښکار شي، خو ټرمپ ترکيې ته خبرداری ورکړی و، که داسې کار يې وکړ، نو د ترکيې اقتصاد به ويجاړ کړي.

د ترکيې دفاع وزارت د ټرمپ څرګندونو په اړه ويلي، دوی د سوريې په شمال کې پوځي عملياتو ته چمتو دي او د خپلې پولې په اوږدو کې به هېڅکله د ترهګرو ډلو شتون او فعاليت ونه زغمي.

د ترکيې حکومت له دې څرګندونو وروسته ټرمپ ترکيه خپل سوداګريز شريک هېواد بللی او وايي، چې دی به خپل ترکي سيال رجب طيب اردوګان ته بلنه ورکړي او سپينې ماڼۍ کې به يې هرکلی وکړي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !