ملي ترانه

ملي ترانه

شعر: ورور حکمتیار

ښاد آباد كړې باري ربه سمه غر د افغانانو 

دا معبد د خداى منونكو، دا مرقد د شهيدانو 

د ده نوم دئ ليكل شوى د تاريخ په زړه كي ښكلى 

دا معبر د ښكيلاكگرو، دا مدفن د غاصبانو 

فاتحان به څنگه سركړي ستا د دنگو غرونو څوكي 

نسكور شوى دلته تل دئ هر بيرغ د غليمانو 

روزل شوي ستا په غېږ كي د تاريخ بت ماتونكي 

زېږنتون د فاتحانو، روزنتون د مخكښانو 

هره لوېشت ستا د لمنې د شهيد په وينو سره ده 

ته هېواد د اتلانو،, ته مورچل د مؤمنانو 

يه لېمو دي قبول كړي گران گامونه د غازيانو 

شيندې خاورې د سپكاوي به سر مخ د چاكرانو 

دلته او سپنه ايمان دي ټكر شوي څو څو ځله 

له ذلت نه پرته نه وو برخليك د ملحدانو 

تا تم كړي طوفانونه، ټول عالم ستا پوروړى

ته ياور د مستضعفو، ته ناجي د بې وزلانو 

د تقدير لومه ئې كاږي غولېدلي ستا په لوري

د زوال نېټه چي راشي د زبرځواكو سركښانو 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !