د گوتو د سرونو گاري

حکمتیار

نن هر چا ته دا حقيقت جوت شوى چي د انسانانو د گوتو د سرونو گاري يو ډول نه دي، د همدې لپاره اوس د كشف او تحقيق ادارې، پوليسان او محاكم تر عكس د گوتو د سرونو نښو ته اهميت وركوي، له هر متهم تر هر څه وړاندي د گوتو د سرونو نښه اخلي، د جرم په ځاى كي د گوتو په نښو پسي گرځي، او په دې باور دي چي په دنيا كي د دوو انسانانو د گوتو د سرونو گاري يوه بل ته ورته نه دي!! راشئ وگورو چي آيا قرآن هم دې حقيقت ته اشاره كړې كه نه! د قرآن دې آيتونو ته ځير شئ:

 أَيَحۡسَبُ ٱلۡإِنسَٰنُ أَلَّن نَّجۡمَعَ عِظَامَهُۥ ٣ بَلَىٰ قَٰدِرِينَ عَلَىٰٓ أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُۥ ٤ القيامه: 3-4

آيا دا انسان انگېري چي د ده هډوكي به راغونډ نه كړو؟ ولي نه، په دې برلاسي يو چي د گوتو سرونه ئې برابر كړو.

تر دې وړاندي آيتونو او دغو دوو آيتونو كي د قرآن هغه مخاطب ته چي د قيامت په راتلو باور نه لري او وايي چي انسان ومري او وراسته هډوكي ترې پاته شي؛ څنگه به بيا په خپل مخكني جوړښت او هيئت كي راپيدا كېږي، هغه ته داسي ويل شوي:

   نه؛ داسي نه ده چي ته ئې انگېرې، قيامت يو مسلم حقيقت دئ، حتماً به راځي، له قيامته ستا انكار خوشى بې بنسټه انكار دئ، ستا (نفس لوامة) په دې شهادت وركوي چي د قيامت او محاكمې او محاسبې ورځ به حتماً راځي. كه ستا په نفس كي داسي قاضي شته چي په هر غلط كار تا ملامتوي، آيا دا د دې خبري شهادت نه وركوي چي ستا هغه رب به هم تا په خپلو غلطو كارونو ملامتوي چي دغه قاضي ئې ستا په ضمير كي اېښى، تا ته ئې د ښه او بد په اړه د قضاوت ملكه او استعداد دركړى. ستا د قضاوت ملكه او استعداد د دې نښه ده چي ستا خالق هم قاضي دئ او ستا د كړنو په اړه به حتماً قضاوت كوي.

   په همدې سلسله كي فرمايي: آيا انسان دا گمان كوي چي د ده وراسته هډوكي او په خاورو بدل شوي اندامونه د بيا راغونډولو نه دي او الله به بيا د ده جثه جوړه نه كړي او هغه ته به سا ورنكړي!! په داسي حال كي چي الله نه يوازي د ده په بيا راژوندي كولو قادر دئ بلكي په دې هم قادر دئ چي د ده د گوتو د سرونو ليكي او گاري په خپل مخكني شكل كي بيا جوړي كړي.

د قيامت په اړه د انسان د انكار وجه دا نه ده چي هغه ته كافي او قانع كوونكي دلائل په لاس نه دي ورغلي او يا له دې حقيقته د ده انكار د جهل او ناپوهۍ په وجه دئ، داسي نه ده، برعكس د گناه اراده او په راتلونكي كي د فجور او بدكارۍ عزم ئې دې ته هڅوي چي له قيامت عمداً انكار وكړي. په قيامت باور خو د ده د وجود په خټه كي اېښودل شوى، د ده وجدان د قيامت او حساب كتاب يوه څرگنده بېلگه ده، د ده مشكل له دې راولاړ شوى چي (هوى او هوس) ئې دې ته اړ كوي چي د خپل (وجدان) او (عقل) پرېكړه تكذيب كړي، د ده قضاوتونه له هوس راخوټېږي، تل د خپل وجدان د حكم او غوښتني خلاف گناه ته ملا تړي. كه دى د خپل هوس فرمان ته غاړه كښېنږدي، او د گناه د ارتكاب اراده او عزم پرېږدي نو د ده او قيامت ترمنځ به ټول حجابونه له منځه ولاړ شي او په خپل نفس كي به د هغه لپاره شواهد ومومي.

گورئ چي په دې مباركو آيتونو كي د قرآن يو بل علمي اعجاز زموږ مخي ته راځي او وايي: آيا له قيامته منكر انسان داسي گمان كوي چي وراسته هډوكي به ئې بيا راغونډ نه كړو؟ آيا بيا ژوندون ورته محال برېښي؟!! په دې دي پوه شي چي نه يوازي بيا به ئې ژوندى كړو بلكي د گوتو د سرونو گاري به ئې هم په مخكنۍ بڼه كي جوړي كړو؟ سره له هغو توپېرونو چي د يوه انسان گوتي ئې له بل سره لري.

 

ګارې ۲.jpg
لست همه تصاویر
ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !