ټایلنډ: د وسله والو په برید کې ۱۵ تنه پوځیان وژل شوي

د ټایلنډ په یالا ایالت کې د کنټرول پر کرښه یوه پوسته باندې وسله وال برید شوی دی چې له امله یې ۱۵ تنه وژل شوي دي. د بنکاک د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، د یالا ایالت په یو لري پراته کلي کې څو تنو وسله والو چې شمېر یې لا تر اوسه کره شوی نه دی د ماشیندارو او لاسي بمونو په واسطه پر یوه پوسته برید کړی دی.

 ویل شوي چې دوی له هغې ډلې سره تړاو لري چې د ټایلنډ دریو جنوبي سرحدي ایالتنونو کې وخت ناوخت وسله والې نښتې کوي. د ټایلنډ حکومت وایي دا برید ښایي د دې هېواد په جنوب کې مېشتو یاغیانو کړی وي. ټایلنډي چارواکي د دې هېواد په جنوب کې مېشتو مسلمانانو ته د یاغیانو خطاب کوي. د راپورونو له مخې دا پوسته رضاکارو پوځیانو ساتله. په سیمه کې پولیسو ویلي، دا په دې وروستیو کلونو کې په یاد هېواد کې تر ټولو خونړی برید و.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !