د بابري جومات نړولو غبرګون کې؛ مسلمانانو د نړۍ ګوټ ګوټ کې د هند دا پریکړه غندلې

د هند سترې محکمې د پرېکړې له مخې بابري جومات هندوانو ته ورکړل شو. دغه جومات له لسیزو راهیسې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړې مسئله وه او هندوان ادعا کوي چې په دې ځای کې د دوی یو خدای (رام) دې دنیا ته راغلی دی نو باید پر ځای یې عبادتځای جوړ کړي. خو مسلمانان وایي چې له پېړیو راهیسې یې په دې تاریخي جومات کې عبادت کړی دی او دا د دوی ملکیت دی. د هند یوې محکمې تېره ورځ پرېکړه کړې چې دغه جومات به نړول کېږي او پر ځای به یې هندوان معبد رغوي. په سیمه کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ پر دغه مسئله خورا سختې ستونزې را ولاړې شوې دي او پولیسو د تاوتریخوالي د کنټرول لپاره اقدامات پيل کړي دي. د هند د حکومت دغه پرېکړه په نړیواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !