د چلي پولیسو ۴۰۰ لاریونوال نیولي دي

د چیلي د کورنیو چارو وزارت وایي، د وروستیو لاریونونو ۴۰۰ لاریونوال یې نیولي دي. دغه وزارت وایي، چې د جمعې د ورځې په لاریونونو کې سل پولیس او عام وګړي ټپان شوي هم دي. د تېرې جمعې په ورځ د چلي د مرکز په پروویدانسیا او اېټالیا میدان سیمو کې لږ تر لږه ۷۵ زره کسان لاریون ته راوتلي و. دغه لاریونونه د مترو د ټکټ د لوړوالي په غبرګون کې د تېرې اکټوبر میاشتې له اتلمسې نېټې راپدېخوا پیل شوي دي

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !