د استرالیا په ځنګلونو کې؛ پراخې اورلګېدنې درې کسه وژلي او څلور لادرکه دي

د رسنیو د راپورونو له مخې په سلو بېلو ځنګلي برخو کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده او تر ۱۳۰۰ کارکوونکي ددغه اور په وژلو بوخت دي خو تر دې دمه بریالي شوي نه دي. لومړني معلومات ښيي چې د اورلګېدنې له امله ۳ کسه وژل شوي او ۴ نور لادرکه دي. ددې تر څنګ د پېښې له امله درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. سلګونه ځايي اوسېدونکي هم د اوروژنې له مامورینو سره په مرسته بوخت دي، خو له دې سره سره لسګونه کورونه د اور لمبو سېځلي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !