په هند او بنګاله دېش کې د توپان له امله خلکو ته له خپلو سیمو د وتلو امر شوی

په هند او بنګاله دېش کې د بلبل توپان له امله سلګونه زرو کسانو ته د خپلو سیمو پرېښودو امر شوی دی. دا توپان چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې یې هم په دې دواړو هېوادونو کې شاوخوا ۱۰۰زره کسان وژلي وو اوس یې ورته کلک تدابیر نیولي دي.

بلبل توپان تېره شپه د هند او بنګله دېش تر منځ یو پراخ ځنګل ته رسېدلی دی. د راپورنو پر بنسټ توپان په ساعت کې ۷۴ کیلومتره تېزوالی لري چې له امله یې ځینې هوایي ډګرونه او سمندري بندرونه هم تړل شوي دي. بنګله دېش کې ۴۰۰ زره کسان له توپان مخکې خوندي سیمو ته لېږدول شوي او شاوخوا ۵۰ زره رضاکاران کور په کور ګرځي او خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته هڅوي.

 بلخوا په هندوستان کې هم د توپان تر راتګ وړاندې ۱۲۰ زره کسان نورو سیمو ته لېږدول شوي دي. د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي، دا توپان وروسته تر هغه چې د یاد هېواد سمندر ته رسېدلی دی شدت یې تر پخوا لا ډېر شوی او دوی ورته شدید تدابیر نیولي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !