ان بي سي نیوز: امریکاله افغانستانه د ځواکونو ایستلو یا پرېښودلو اړوند ثابت دريځ نه لري

ان بي سي نیوز په یوه تازه راپور کې ویلي چې امریکايي چارواکي په تېره ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ له پیله تر دې دمه په افغانستان، عراق او سوریه کې د خپلو ځواکونو د حضور یا وتلو په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي. سرچینه وایي ټرمپ ویلي وو، چې له سوریې به خپل ځواکونه وباسي خو اوس یې برعکس هلته ځواکونه پرېښودل چې د تېلو سرچینې وساتي. همدا راز د افغانستان په اړه هم وایي چې خپل ځواکونه به وباسي خو نور امریکايي چارواکي وايي، لا د دوی ماموریت نه دی بشپړ شوی او د ځواکونو حضور ته اړتیا ده. په راپور کې دا هم راځي چې هېچا ته په افغانستان کې د موجودو عسکرو دقیقه شمېره نه ده معلومه او نه هم پنټاګون په دې اړه رسنیو ته معلومات ورکوي. دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې همدا تېره ورځ هم د امریکا د پوځ لوی درستیز ویلي وو، چې عسکر به یې د څو نورو کلونو لپاره هم په افغانستان کې حضور ولري.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !