قومي مشران: قومندان علي پور د نورو قتلونو او باج اخيستو تر څنګ یو تن د برمې په واسطه وژلی

د میدان وردګو ولايت قومي مشران وايي، چې د دغه ولايت په مربوطاتو کې د علي پور په نوم یو تن خپلسري قومندان له لوري عام خلک شکنجه کيږي، باج ترې اخلي او آن ډيری يې وژلي هم دي.

د دغه ولايت قومي مشرانو چې پرون يې په کابل کې د نوموړي قومندان د کړنو په اړه اعتراضيه غونډه لرله وويل، د علي پور قومندان له خوا وژل کیږي او له خلکو په زوره باج ټولوي.  د یادې غونډې ګډونوال قومي مشر سيد رحیم ستار وويل، قومندان علي پور په وروستيو کې یو تن ملکي کس په جلريز ولسوالۍ کې نيولی و چې په ډيره بې رحمۍ يې لومړی برمه کړی ، ټوټه، ټوټه کړی او وژلی و.  د ستار په خبره، علي پور له يوه قوم څخه د ساتنې په موخه او د دغه ولايت د دوهم نمبر شاهرا مسافر د ځانګړو قومونو په نومونو ازاروي او له هغوی په زوره باج ټولوي.

دغه راز د حاجي صاحب الدين په نوم یو بل تن وويل، چې څو ورځې مخکې دی او درې تنه نور د علي پور وسله والو له خوا نيول شوي، شکنجه شوي او په شخصي زندانونو کې اچول شوي په خبره يې نوموړی د ځانګړي قوم کسان نیسي او شکنجه کوي يې.

یو بل قومي مشر مومن ملاخېل بيا وايي، له علي پور سره ټولې وسلې او مهمات د دولت دي او له نوموړي څخه په دولت کې د ننه او بهر ملاتړ کيږي.

یادو قومي مشرانو له حکومت غوښتنه وکړه چې نوموړی دې ونيسي او محکمې ته دې معرفي شي، دغه راز په ځينو سياسي مشرانو يې غږ وکړ چې د نوموړي له ملاتړه لاس واخلي.

قومندان علي بور تير کال د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی و چې وروسته بیا به کابل کې د ولسمشر د دوهم مرستيال سروردانش په هڅو او ضمانت بيرته پرېښودل شو.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !