کابل ښار پنځلسمه امنیتي حوزه کې درنه چاودنه شوې

کابل ښار په پنځلسمه امنیتي حوزه پورې اړوند سرک قسیم نومي سیمه کې چاودنې پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، مرګ ژوبله وروسته له هغه رامنځته شوه کله چې نن ورځ سهار مهال ۷:۲۵ دقیقې د پنځلسمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې موټر بم برید وشو.

د رحیمي په خبره، په پېښه کې تر دې دمه ۷ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.د نوموړي په قول، پورته ارقام لومړني دي او کیدای شي د مړو او ټپیانو شمېره لوړه شي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه هیڅ وسلوالې ډلې ددې پېښې مسئولیت په غاړه نه دی اخستی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !