سعودي عربستان: په کنسرت بريد کې درې سندرغاړي ټپيان شوي

د سعودی عربستان په پلازمينه رياض کې يو تن په کنسرت کې سندرغاړو بريد کړی دی او درې سندر غاړي يې ټپيان کړي دي.

د سعودي رسنۍ وايي چې پرون ورځ په پلازمينه رياض کې يو تن هغه مهال سټيج ته پورته شو او په سندر غاړو يې د چړې ګوزارونه وکړل چې سندرغاړي په سندرو ويلو بوخت و او پروګرام روان و.

په ټپي شويو سندرغاړو کې دوه سړي او يوه ښځه شامل دي خو هويت يې نه دی په ډاګه شوی.  له پيښې وروسته بريدګر د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی او د يمن اوسېدونکی ښودل شوی خو د بريد انګيزه او په اړه يې نور جزيات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

د يادونې وړ ده چې له تېرو درې کلونو راهیسې په سعودي کې يو شمېر مهم بدلونونه راروان دي، چې ټول اساس يې د مذهبي فعاليتونو مخینوی او کمرنګي کول او په مقابل کې يې د مذهب ضد ازاديو ته اجازه ورکول دي.  دغه بدلونونه د سعودي وليعهد محمد بن سلمان هغه فکر بلل کيږي، چې وايي، تر ۲۰۳۰ کاله به په سعودي کې اساسي بدلونونه راولي.

په دغو بدلونو کې ښځو ته د موسيقي په کنسټرونو او همدارنګه د لوبو سياليو کې د نندارې اجازه، له محرم پرته بهرنيو هېوادونو ته سفر، د سينما او قمار خونو اجازه، ښځو ته د موټر چلولو اجازې او ورته نورې ازادۍ شاملې دي، خو په عين حال کې حکومت د علماوو او دعوتګرو پر فعاليتونو بنديزونه لګولي، سلګونه ديني علما يې بنديان کړي او يو شمېر يې په زندانونو کې وفات شوي هم دي.

په سعودي عربستان کې د وروستيو تغيراتو له پيل وروسته دا لومړی بريد دی چې په د موسيقۍ او د ښځو د ازادۍ په مجلسونو کيږي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !