جنرال جک کېن: ټرمپ غواړي له هرې ممکنې لارې افغان جګړه پای ته ورسوي

تمه ده چې د طالب بندیانو له خوشي کېدو سره په افغان سوله کې د پام وړ پرمختګ وشي.

 امریکايي متقاعد پوځي او د امریکا د جګړې د یوه څېړنیز مرکز غړی جنرال جک کېن وایي، انس حقاني د طالبانو د حقاني شبکې مهم غړی و او دده په خوشي کولو سره به د سولې د ټولو اړخونو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي. دده په خبره انس حقاني په جګړه ییزو ماموریتونو کې برخه نه شي اخیستلی بلکې د طالبانو له نورو مشرانو سره به په قطر کې یوازې په ديپلوماتیکو او مذاکراتي ماموریتونو کې شریک وي. جنرال کېن وایي افغان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده نو ځکه ولسمشر ټرمپ غواړي له هرې ممکنې لارې دغه جګړه پای ته ورسوي. هغه هیله څرګنده کړې چې د امریکا تر مذاکراتو وروسته ژر تر ژره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !