اېیر فورس مجله: افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونو کې کموالی راغلی

د اېیر فورس په نامه امریکايي مجله وایي چې په تېره اکتوبر میاشت کې د وړمې سپټمبر میاشتې په پرتله په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

 سرچینه کاږي چې امریکايي ځواکونو په سپټمبر کې په افغانستان کې ۹۴۸ هوايي بریدونه کړي وو خو په اکټوبر کې دغه شمېره ۷۷۷ ته راکوزه شوې ده. سرچینه کاږي دا له ۲۰۱۱ز کال وروسته لومړی ځل دی چې په یوه میاشت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې کموالی راځي. اېیر فورس دا هم لیکي چې دغه بریدونه تر ډېره دداعش ډلې او طالبانو پر وړاندې شوي دي. دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په هېواد کې د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. همدا وړمه شپه هم په ځاځي اریوب کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې اووه ملکیان وژل شوي وو. عامو وګړو په ځلونو د امریکايي ځواکونو ددغه ډول وحشیانه بریدونو د درېدو غوښتنه کړې ده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !