په شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي

په شمالي وزیرستان کې په یوه بمي برید کې د پاکستان دری عسکر وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي په شمالي وزیرستان کې یې دری پوځیان هغه وخت ووژل شول چې د سړک غاړې ته یوه بمي چاودنه وشوه. په دغه پیښه کې یو عسکر زخمي شوی هم دی. د پاکستان د پوځ ویاند وایي چې دغه عسکر په وزیرستان کې د گزمې پر مهال په نښه شوي دي خو په دی اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی. تر اوسه پورې د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه ندی اخیستې. تېره ورځ هم په پنجاب کې په یوه برید کې د پاکستان د پوځ پنځه مهم افسران وژل شوي وو.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !