پر غزه د اسراییلو؛ په تازه بریدونو کې ۳۵ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پر غزه  د اسراییلو په بریدونو کې ۵ فلسطینیان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

فلسطینیانو هم پر اسراییلو د توغندیو بریدونه کړي دي. اسراییل ادعا کوي چې د فلسطین له لوري پر دوی نږدې ۵۰ توغندي توغول شوي خو تلفات نه لري.

اروپايي ټولنې په سیمه کې پر تازه تاوتریخوالي غبرګون ښودلی دی او له دواړو لورو یې غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دې ناندرۍ راکمې کړي او له نظامي اقداماتو دې لاس واخلي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !