کرکټ بورډ له ویسټ انډيز سره د ټیسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ له ویسټ انډيز سره د یوازېنۍ ټیسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ بورډ لخوا په خپاره شوي نوملړ کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ نور لوبغاړي هر یو رحمت شاه، ابراهیم ځدراڼ، جاوید احمدي، احسان الله جنت، اصغر افغان، افسر ځاځی، ناصر جمال، اکرام علي خېل، قیس احمد، کریم جنت، نجات مسعود، حمزه هوتک، یمین احمدزی او ظاهر خان شامل دي.د کرکټ بورډ په وینا سید شېرزاد او حشمت شهیدي د ټپ له امله په لوبډله کې نه دي اخیستل شوي. په لوبډله کې د حشمت الله شهیدي نه اخیستل کېدو په ټولنیز رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنیزو رسنیو فعالان کرکټ په توپیري چلند تورنوي او وايي چې کرکټ بورډ له ځینو لوبغاړو سره ظلم کوي.

کرکټ بورډ وايي چې حشمت ټپي دی خو په ورته وخت کې یې هغه د کورني کرکټ په احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو کې د بند امیر لوبډلمشر ټاکلی دی. د کورني کرکټ سیالۍ او له ویسټ انډیز سره ټیسټ لوبه په یوه ورځ پیلېږي. دواړه لوبې د نومبر په ۲۷مه پیلېږي.

د یادولو ده چې دا د افغانستان درېیمه ټسټ لوبه ده. له دې مخکې افغانستان له هند او ایرلنډ سره ټیسټ لوبې درلودې چې هند ته یې وبایلله او له ایرلنډ نه یې وګټله.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !