په میدان وردګو کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۳ ملکي خلک وژل شوي

د میدان وردگو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۳ ملکي خلک وژل شوي دي.

ځايي سرچینې وايي، برید پرون سهار هغه مهال شوی چې پر یو موټرسایکل شوی چې له یوه کلي څخه بل کلي ته پر لار و. د سرچینو په خبره، په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه څو چنده زیات شوي او تر ډېره په دغو بریدونو کې ملکي خلکو ته تلفات اوښتي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !