ناټو: روسیه د ناټو لپاره ګواښ او د چین مخ پر ودې نفوذ ورته ننګوونکی دی

د ناټو سازمان د مشرانو د دغه سازمان د ۷۰یمې کلیزې په مناسبت په لندن کې تر دوې ورځنۍ ناستې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

د ناټو سازمان په دغه اعلامیه کې روسیه د ناټو لپاره یو ګواښ او د چین مخ پر ودې نفوذ بیا ننګونکی بلل شوی دی.

د لندن د ناستې په پای کې د ۲۹ هېوادونو مشرانو او استازو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د شمالي امریکا او اروپا تر منځ باید دوامدراه اړیکې وي.

په داسې حال کې چې روسیه او چین دواړه د افغانستان د سولې په مسئله کې ښکېل دي او ناټو هم په افغانستان کې حضور لري، د ناټو د اعلامې په درېیمه او شپږمه ماده کې د روسیې تهاجمي اقدامات د ناټو د غړیو هېوادونو د امنیت لپاره خطرناک بلل شوي او په نړیوال سیاست کې د چین نفوذ ننګونکی بللی دی.

ناټو وايي دوی له روسیې سره ښې اړیکې غواړي خو که په لنډ وخت کې دا اړیکې ټینګې نه شي دوی به یوه سخته رابطه وازمايي.

ناټو لا هم ترهګري د ټولو لپاره خطر ګڼي او وايي چې دولتي او غیر دولتي لوبغاړو نړیوال نظم ګډوډ کړی. د ناټو غړیو په خپله اعلامیه کې د افغانستان د ثبات او امنیت په تړاو خپل تعهد تکرار کړی دی.

د ناټو سرمنشي وویل« د ناټو ټول غړي د ترهګرۍ پر خلاف د عمل پر نوي پلان متفق شول، ټولو متحدانو له داعش سره د مبارزې او په افغانستان او عراق کې د ځواکونو د روزلو په برخه کې خپل تعهد وښود

د چین او روسیې په تړاو د ناټو اندېښنې داسې مهال دي چې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون تر دې غونډې وروسته په خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې روسیه د ناټو لپاره یوه ګواښ دی خو دښمن نه دی.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !