امريكا منځني ختيځ ته د زرګونو امريكايي سرتېرو پر لېږلو غور كوي

امريكا وايي، په سيمه كې د ايران د چلند په اړه اندېښنو ته په كتو منځني ختيځ ته د زرګونو نورو امريكايي سرتېرو پر لېږلو غور كوي. د امریکا د دفاع وزارت د پاليسۍ چارو مرستيال جان راډ پرون كانګرېس ته ویلي، واشنګټن د ايران چلند په اندېښنې سره څاري. نوموړي منځني ختيځ ته د تلونكو امريكايي سرتېرو كره شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو په دې تړاو يې د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې راپور رد كړی دی. دغې ورځپاڼې په دې وروستيو كې راپور وركړى و، چې پنټاګون يادې سيمې ته د شاوخوا ۱۴ زرو امريكايي سرتېرو پر لېږلو غور كوي. د امريكا د دفاع وزارت وياندې اليسا فرح هم دا شمېر رد كړى و.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !