ټاکنو کمیسیون: د شته خنډونو لرې کولو لپاره له ټولو ښکېلو لوریو سره علني ناسته کوو

 

د ټاکنو کمیسیون وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو پر وړاندې د شته خنډونو لرې کولو لپاره له ټولو ښکېلو لوریو سره علني ناسته کوي. د یاد کمیسیون یو تن ویاند علي افتخاري ویلي، دوی به په دې ناسته کې یو ځل بیا د ټاکنیزو مسائلو ټول تخنیکي جزییات د نړیوالو ناظرینو په حضور کې د نوماندانو له ناظرینو او سیاسي احزابو سره شریک کړي. هغه زیاته کړې، غواړي له همدې لارې ټولو ته وښیي چې یاد کمیسیون هیڅ کار د قانون خلاف نه دی ترسره کړی. نوموړي ویلي، دوی دغه راز له ټولو نوماندانو څخه هیله لري چې د خنډونو جوړولو پر ځای دې له دوی سره همکاري وکړي، اجازه دې ورکړي چې په پاتې ولایتونو کې خپل کار پای ته ورسوي او هر څومره ژر د ټاکنو لومړنۍ پایلې له خلکو سره شریکې کړي. ټاکنو کمیسیون په ۲۷ ولایتونو کې د بیا شمېرنې او تفتیش کارونه بشپړ کړي خو په اووه ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د پلویانو له لوري د درغلیو مخنیوي په نوم اعتراضونه روان دي او ټاکنو کمیسیون ته د تفتیش او بیا شمېرنې اجازه نه ورکوي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !