امریکا پر درېیو ایران پلوو عراقي مشرانو بندیزونه لګولي

امریکا وايي، عراق کې یې د ایران پلوو شیعه ملېشو پر درېیو مشرانو چې بشري سرغړونې یې کړې دي اقتصادي بندیزونه لګولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د عراقي لاریونوالو د ځپلو او بشري حقونو سرغړونو کې ایران پلوه د عراقي ډلو مشران ښکېل دي. په دغو درېیو عراقي مشرانو کې د ایران له ملاتړ د برخمنې اهل الحق ډلې مشر قیس الخز علي او د هغه ورور لیث الخز علي چې د همدې ډلې یو قومندان دی، شامل دي. په ورته وخت بغداد کې د جمعې په ماښام لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي چې څلور پکې پولیس دي او ۶۰ تنه نور عام وګړي ټپیان دي. پر دوی نا پېژاندو وسلوالو برید کړی دی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !