يوه سعودي پيلوټ د امريکا پوځي اډه کې درې تنه په ډزو وژلي

د راپورونو له مخې، د امریکا د فلوريډا ايالت په يوه پوځي اډه کې د ډزو له کبله درې تنه وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.

دغه ډزې د جمعې په ورځ فلوريډا ايالت د پېنساکولا نېول په هوايي پوځي اډه کې د یوه سعودي پيلوټ له لوري ترسره شوي دي.

چارواکي وايي، بريد کوونکی سعودی محمد سعيد الشمراني نوميږي چې په ياده پوځي اډه کې يې د پيلوټۍ زده کړه کوله او له بريد وروسته نوموړی کس هم د نورو پوليسو په ډزو وژل شوی دی.

د امریکا فلوريډا ايالت یاد پوځي مرکز ته له بيلابيلو هيوادونو پوځي افسران د زده کړو لپاره ورځي.

تر اوسه د دغه برید انګيزه نه ده معلومه چې په څه هدف ترسره شوی خو ځايي مسؤولين وايي، چې په اړه يې پلټنې پيل کړي.

سعودي عربستان دغه بريد جرم بللی او د بهرنيو چارو وزارت يې ويلي چې په څيړنو کې به د امريکا له امنيتي ادارو سره مرسته وکړي.

دا په تيره يوه اوونۍ کې دوهم بريد دی چې د امريکا هوايي ځواکونو اړوند پوځي اډه کې  ترسره کيږي او پوځي مامورينو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

د تيرې چهارشنبې په ورځ هم د امریکا سمندري ځواکونو یوه افسر د هاوای په پيرل هاربر پوځي اډه کې دوه پوځي منسوبین په ډزو وژلي و.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !