څېړنه: که دورځې درې ځلې غاښونه برس کړای شي د زړه حملې نه بچ کیدلای شئ

په عام دول غاښونه پاک ساتل روغتیا ته ډیره ګټه لري خو یوه تازه څېړنه ښي چې هغه کسان چې د ورځې درې وخته غاښونه برس کوي نو د زړه د حملې خطره یې ډیره کمیږي.

د میل انلاین د راپور سره سم د جنوبي کوریا ساینس پوهانو په يو لک ۶۱ زره تنو څېړنه کړي چې عمرونه د ۴۰ او ۷۹ کلونو تر منځ ول، دې څېړنې وروستۍ نتیجه په اړه پوهان وايي، چې کوم کسان د ورځې درې ځلې غاښونه برس کوي به دغو کسانو د زړه حملې خطره تر ډیره کمیږي.

دغه راپور زیاتوي، د ورځې درې ځلې غاښونه برس کول په خوله کې چې کومې بکتریاوې شتون لري له منځه ځې چې نسبتاً په په بدن کې چې کومې بکتریاوې دي هغه هم ورسره کمیږي چې له دې امله انسان له مختلفو ناروغیو ژغورل کیږي چې په دې د زړه د حملې ناروغي هم ده، په دغه څېړنه کې د څېړونکو د ډلې مشر ډاکټر تای جن سانګ وايي، ”زموږ په څېړنه کې چې کومو کسانو برخه اخیستې وه هغه کسانو چې د ورځې درې ځلې غاښونه برس کول ددغو کسانو د زړه چې وینه پمپ کوله د نورو کسانو په نسبت ډیر ښه وه “.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !