چین په دولتي دفترونو کې د امریکایي ټکنالوژي د بندولو پریکړه کړې

د چین هېواد په دولتي دفترونو او عامو ادارو کې د بهرني هېوادونو د سافټویر او کمپیوټر استعمال بندیز پریکړه کړې چې موخه یې د چینایي شرکتونو امریکا سره د سوداګریزو بندیزونو سخت ځواب دی.

د فنانشنل ټایمز ورځپاڼې د راپور سره سم د چین هېواد د درې کالو په دوران کې په دولتي دفترونو او ادارو کې د بهرني جوړ شوي سافټویرونو له منځه وړلو حکم ورکړی دی.

دا راپور داسې مهال رامخ ته کیږي چې د چین او امریکا ترمنځ سوداګریزو جګړو زور اخیستی، ځکه چې امریکا د یکشنبې په ورځ په چینایي توکو تعرفې ډيرې کړې وې.

د امریکا لخوا په روان ۲۰۱۹م کال کې په چینایي شرکتونو لکه هوواوې او داسې نورو پر وړاندې د سوداګریزو بندیزونو پریکړې کړې وې، امریکا ویلي وو چې دغه شرکت ددوی امنیتي سلامتیا لپاره ګواښ دی، خو هوواوې دغه تورونه په بشپړ ډول رد کړي وو.

په دې اړه د چین لخوا د امریکایي شرکتونو پر وړاندې نوې پریکړه شوې چې له مخې به یې تر ۲۰۲۲م کال پورې ټولو داخلي ادارو ته په امریکا کې د جوړ شوي وسایلو پرځای داخلي هارډویر او سافټویر د استعمال لپاره ورکړل شي.

چین لا له دې وړاندې پریکړه کړې وه چې تر ۲۰۲۵م کال پورې په چین هېواد کې د هغه څیز استعمال کوي چې په چین کې (Made in china) جوړ شوي وي، دوی ددې لپاره پر دغه پریکړه عمل چټک کړی تر څو پر امریکایي ټکنالوژي انحصار ختم کړي.

شونې ده په دې لړ کې چین د ځینو ستونزو سره مخ شي او د بهرني ټکنالوژي پرځای خپل جوړ شوي وسایل بشپړول ورته ستونزمن وي، ځکه چې چین تر دې دمه په بریښنایي توکو کې د چپسونو لګولو لپاره د امریکا او سویلي کوریا خدمتونه ترلاسه کوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !