د انتخاباتو کمېسیون: د درېیمې محکمې تر حکم وروسته د شفیق زماني په اړه پرېکړه کېږي

د ازادې سیالۍ له لارې د کابل ولایت انتخاباتو کمیسیون ته د بریالی شوي کس محمد شفیق زماني قضیې په تړاو لا هم ابهامات موجود دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د محمد شفیق زماني دندې ځنډیدو په تړاو وايي، چې د ازاد رقابت له لارې د نومړي تر بریالي کیدو وروسته د کابل ولایت انتخاباتو کمیسیون ریاست پوسټ جنجالي شوی دی.

د انتخاباتو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، د دریمې محکمې له پرېکړې وروسته به د زماني د دندې برخلیک معلوم شي.

کمېسیون مني چې محمد شفیق زماني د کابل ولایت ریاست ته بریالی شوی دی خو په وینا یې چې د نوموړي په مقابل کې د نورو نوماندانو اعتراض یاده پروسه جنجالي کړې او د کابل انتخاباتو کمېسیون نوی رئيس هم له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د سرپرست په توګه دنده اجرا کوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون ویاند عبدالفرید احمد بیا وايي چې د کمېسیون ټولو پوسټونو لپاره دوی یوازې د دندو اخیستلو مسوولیت پر غاړه درلود او د زماني ګومارنې صلاحیت هم تر کمېسیون پورې محدود دی.

په ورته مهال د ولسي جرګې غړي وايي، چې په ډیرو حکومتي دندو کې د وړتیاوو پر ځای سلیقوي چلند په نظر کې نیول کیږي همدا لامل دی چې حق حقدار ته نه سپارل کیږي.

د ولسي جرګې غړی ابدال الله محمدي او مسعوده کروخي د اداري اصلاحاتو او ملکی خدماتو کمېسیون غوښتنه کوي، چې د زماني دندې ځنډېدو په تړاو له انتخاباتو خپلواک کمېسیون پوښتنه وکړي او د اشخاصو په ګومارنه کې توپیریز چلند ونکړي.

کابل نیوز ته د رسیدلو اسنادو له مخې محمد شفیق زماني څو میاشتې وړاندې د کابل ولایت د انتخاباتو کمېسیون ریاست لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون په ازموینه بریالی شوی و، خو کله چې د انتخاباتو کمېسیون دده د ګومارنې وړاندیز ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولیږه د ارګ له لوري رد شو او بل کس یې پرځای ټاکل شوی او دنده اجرا کوي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید