د ژوند ښایست ته ځان ورسوئ

پر ځان مسلط او برلاسي کېدل! څومره ښکلې جمله ده. دا کلمه یو الهام بښونکی اغېز لري، هیله بښونکې ده. ستونزې ننګوي، تحریکوي مو او خپلو غوره امکاناتو او اسانتیاوو ته مو ور پام کوي. د ژوند ډالۍ له یوه لوی مسوولیت سره یو ځای ده. هو، ژوند تل عادلانه نه وي، موږ تل د بهانه لټوونکو پېرودونکو، غوسه ناکه پلورونکو او موټر چلوونکو سره په اړیکه کې یو. له ستونزو او سختیو سره مخ کېږو، د یوازیتوب احساس کوو او یا هم د ښه‌توب او غوره والي لپاره له هڅو لاس اخلو. دا زموږ د ژوند یوه برخه ده، خو له دې سره سره، ستاسې په ژوند کې یو ښایسته څه شته، څو ستاسې ژوند ته ځلا ورکړي، له تړلو زنځیرونو او خنډونو مو خلاص کړي، څو پر خپل ځان برلاسي شی او تسلط پیدا کړی. نن خپل ژوند ته ژمن شئ، چې مسیر مو بدلون وکړي. نن ورځ دې موضوع ته ځانګړې کړئ چې څنګه کولای شی، پر ځان تسلط پیدا کړی. د ذهنیت په اړه مو فکر وکړئ، خپل خالص ارزښتونه او وړتیاوې مو وسنجوئ او وګورئ چې باورونه مو څه دي. خپلې وېرې وپېژنئ. خپل شخصي نبوغ او بشري پوټنشیل ته مو پام وکړئ. له منفي فکرونو لاس واخلئ. ډېر څه ولولئ، ډېر څه زده کړئ، د خپلې روغتیا د ساتلو لپاره کوښښ وکړئ، کوښښ وکړئ چې په کار کې مو غوره و اوسئ.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !