د مخکنیو ټوپکسالارانو، غلو امتیاز غوښتنې د انشعاب تر سرلیک لاندې!

قریب الله عابدي

مونږ مخکې هم یادونه کړې وه چې د روسي ښکېلاک له ماتې وروسته د کمونستي بقایاوو او مجاهدنمایانو د خلط کېدلو له پړاوو سره د حزب اسلامی مبارزه تر ټولو پېچلي مرحلې  ته دننه شوله ،له یوې خوا د روسانو او امریکایانو توافقات له بلخوا د کمونستي ملیشو او مجاهدنمایانو سره یوځای کېدل او په ورته وخت کښې په حزب کښې دننه د فرعون صفته اشخاصو د زیږیدو مرحله ورسره همغږه وه.

هغه ټوپک سالاران ،غله ،د قدرت او شهرت غوښتونکي چې هیڅ اهلیت او وړتیا یی نه درلودله په همدی وخت کښې چې حزب اسلامی له بهرنیو او کورنیو دښمنانو او دسیسو سره یی مبارزه کوله سر راپورته کړ او د حزب له مجبوریتونو یی بده استفاده وکړه د ځانونو د شهرت او قدرت لپاره یی د حزب اصول ترپښو لاندی کړل او په مالی امکاناتو یی هم ځانونه تر وروستی کچې وپړسول ،د امریکایی یرغل څخه وروسته دوی بیا په نظام کښې د قدرت په هڅو کښې نښتی ول تر دې چې د حزب اسلامی مشر کابل ته راورسید دا مهال د هغوی ټولی لوبې ورانې شولی هغه امتیازات چې دوی د حزب په نوم ګټل او هغه شهرت چی د دوی د حزب د مجاهدینو په نه موجودیت کښې تر لاسه کړی وو نور خپله لمن ورټوله کړله ځنو یی په لومړیو کښې پراخه هڅه وکړله چی د حزب په چارو کنترول ولری او دلته هم خپله لومی وغوړوي او که وی چې حزب دوی ته تسلیم کړل شی او د تل په څیر مجاهدین تری محروم وي.

خو خبره هغسی نه شوله نو ځکه مخکني ټوپکسالاران،غله او نااهله  څو د ګتو په شمیر معروف لنډغر چې د هماغه تورې دورې زیږنده ول د خپلو امتیازاتو د ګټلو په موخه د شوراګانو تر سرلیک لاندی راجګ شول.

باید ووایو چې حزب اسلامي لپاره د دوی موجودیت یو عار او ننګ وو،دوی په خپلو کړنو سره حزب اسلامی ته یو شرم ول چې نن یی په تللو دا مشکل حل کیږي.

حزب اسلامی په نوی پړاو کښې هغوی ته اړتیا نلری چې د ځان غوښتنی،لنډغری،قدرت،شهرت،پیسو او واک پر ناروا محورونو باندی راڅرخي،لله الحمد د حزب ځوان او پوه نسل بیرته هغه خالیګاه ډکوي چی د شوروی تر یرغل وروسته یی خپل پراخ علمی کادرونه له لاسه ورکړی ول او په شهادت رسېدلی ول د هغوی د تشې بیرته ډکېدل د مخکنیو جنګسالارانو او غلو لپاره یو بد خبر دی کوم چې د همدی تشې په ترڅ کښې په حزب کښې هغو مقامونو ته رسیدلی ول چې هیڅ اهلیت یی نه درلود.

د حزب اسلامي ځوان او ټول مخلص غړي د پخوا په څیر له الله تعالی او له خپل حزب او امیر سره پر کړو تعهدونو په کلکه ولاړ دي او د لکونو شهیدان د قافلی دا سرلاری حزب به تل د خپلو صفونو په ساتلو تر مخکې لا سرلوړی او مخکښ وي.

ان شاء الله

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !