د هېل روغتیايي ګټې!

څېړنه : هېل مو له سرطان څخه ژغوري.

هېلپه پخلي کې له مهمو مساله جاتو څخه شمېرل کیږي، خوړو ته ځانګړی خوند ورکوي او پردې سربېره دانسان دبدن لپاره یو شمېر روغتیايي ګټې لري.
دروغتیايي چارو متخصصه ډاکتر نرندر کمار وايي: هېل یوشمېر روغتیايي توکي لري، چې دانسان بدن ورته اړتیا لري، هېل پروټین، اوبه ، کلسیم، فاسفورس او ویټامین B او C لري. ډاکتر کمار دهېل ځینې ګټې په دې توګه راپيژني.
۱-  کوم کسان، چې له کم وزن څخه ځوریږي که دوی چیرې په خوړو کې هېل وکاروي ، دوخت په تیریدو به ئې وزن زیات شي ځکه هېل په اشتها او هضم دواړو کې مرستندویه رول لوبوي.
۲-  دانسان په بدن کې راټول شوي زهري مواد له منځه وړي،هېلمو ادرار زیاتوي او له بدن څخه مو اضافه مالګه او زهري مواد وباسي.
۳-  دکومو کسانو،چې خوا بدیږي یا ئې زړه خرابیږي دهېلکارول ورته ګټه لري.
۴-  هاضمه مو ښه کوي.
۵-  دقبضیت له منځه وړلو لپاره تر ټولو اسانه او غوره درمل دی.
۶-  دوینې دغوټه کېدو مخه نیسي. په بله مانا کولسټرول تنظیموي.
۷-  فشار نورمال ساتي او د لوړلیدو مخه یې نیسي.
۸-  انسان ته د رواني ارامتیا او ډاډ احساس ورکوي.
۹-  دسرطان مخنیوی کوي.
۱۰-  په بدن کې اضافه کالوري له منځه وړي او په پایله کې مو له ډیر وزن څخه خلاصوي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !