روغتیا وزارت: پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمیر پر زياتيدو دى

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د زیاتوالي له امله اندېښنه ښيي. ددې وزارت چارواکي وايي، دمګړی په هېواد کې کابو دوه مېلیونه او ۵۰۰ تنه په نشه يي توکو روږدي دي. دوی وايي، د روږدو کسانو د درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو نشتون او همدارنګه نشه يي توکو ته په اسانه لاسرسی په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر د زیاتوالي لاملونه دي. ورته مهال په نشه يي توکو ځينې روږدي کسان وايي چې د خپلې اړتیا وړ نشه يي توکي ډېر په اسانۍ ترلاسه کوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !