د بریتانیا دفاع وزیر: امریکا د نړۍ رهبري کولو کې ناکامه شوې

د بریتانیا د دفاع وزیر رابرټ والاس وایي، امریکا د نړۍ په رهبري کولو کې ناکامه شوې او بریتانیا باید نور پر دې هېواد خپله تکیه راکمه کړي. هغه زیاته کړې، بریتانیا باید خپلو سیاستونو کې بدلون راولي ځکه چې په خبره یې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ امریکا د نړۍ په رهبري کولو کې پاتې راغلې ده. والاس د سوریې او عراق له جګړو څخه د امریکا شاتګ ته په اشارې ویلي، د امریکا شاتګ ته په کتو بریتانیا ته په کار ده چې په خپلو دفاعي پروګرامونو کې تغیرات راولي. والاس زیاتوي، دوی په ۲۰۱۰ میلادي کال کې فکر کاوه چې له امریکا سره په ایتلاف کې پاتې کېدل غوره دي خو اوس دا حقیقت بدل شوی دی او فکر نه کوي نور یې له دې هېواد سره ملګرتیا دوام وکړي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !