له نړیوال جام مخکې په تمریناتي لوبو کې؛د افغانستان د ۱۹کلنو کرکټ لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې د انګلستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغانستان لومړی بېټېنګ وکړ او په ۵۰ اورونو کې یې انګلنډ ته د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه چې انګلستان دا هدف پوره نشو کړی. د انګلنډ ټوله لوبډله په ۴۸ اورونو کې په ۱۸۴ منډو وسوځېده.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې منډې ۵۴ عبدالرحمن او ۴۳ اسحق محمدي وکړې.

په توپ اچوونکو کې فضل حق درې، نور احمد او شفیق الله غفوري دوه دوه کسان وسوځول. افغانستان تر دې مخکې په یوې بلې تمریني لوبې کې هند ته په لوی توپير لوبه بایللې وه. د افغانستان ټوله لوبډله په ۴۴ منډو سوځېدلې وه.

د ۱۹ نړیوال جام سیالۍ په همدې اونۍ کې پیلیږي چې افغانستان په کې د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره سیالي لري. جنوبي افریقا د دغو سیالیو کوربنه ده.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !