افغانستان له ناورین سره د مخ هېوادونو په کتار کې دی

افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی چې روان ۲۰۲۰ ز کال له سخت ناورین سره مخ بلل کېږي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې د بشري ګروپ راپور ښيي چې په نړۍ کې لس هېوادونه روان کال له سخت بحران سره مخامخ کېدونکي دي. په دې ډله کې افغانستان هم شامل دی. دغه کمېټې له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې ددغه هېوادونو د وضعیت د کنټرول لپاره عاجل اقدامات وکړي. په دې ډله کې افغانستان، سوريه, يمن , جنوبی سوډان, وينزوويلا, نايجريا, کانګو, مرکزی افريقا او بورکينا فاسو هيوادونه پکې شامل دي. دا هېوادونه له سختو جګړو او همدا راز ډول ډول طبعي آفتونو سره مخامخ کېدونکي بلل شوي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !