د برلین په غونډه کې د لیبیا په اړه نوې پرېکړه شوې ده

د غونډې ګډونوالو هوکړه کړې چې د ملګرو ملتونو د وسلو د ممنوعیت قانون ته به درناوی کوي او په دې توګه په لیبیا کې له وسله والو ډلو سره د وسلو او پیسو مرسته نه کوي. ملګرو ملتونو په دغه هېواد کې د مداخلو پر کمولو ټینګار کړی دی او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې سولې ته غاړه کېږدي. په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې چې ټولې رامنځ ته شوې موافقې به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لېږل کېږي او تر هغه وروسته به دانه دانه عملي کېږي څو په لیبیا کې د کلونو روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !