په بلخ کې د کونځلو حاصلات ۴۶ سلنه زیات شوي

د بلخ د کرنې ریاست چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د کونځلو حاصلات ۴۶ سلنه زیات شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست امر ذبیح‌الله زوبین ويلي، په روان کال کې په څلور زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې کرل شوې وې چې دری زره او ۲۴۳ ټنه حاصلات یې ورکړي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د کرنې وزارت له لوري بزګرو ته د روزنیزو پروګرامونو پلي کول، له موسمې ناروغیو سره مبارزه او وروستي اورښتونه د دې لامل شوي چې په دغه ولایت کې د کونځلو حاصلات زیات شي.

د یادونې ده چې کونځلې د افغانستان په صادراتو کې مهم توکي شمېرل کېږي چې په شمالي ولایتونو کې د مناسبې هوا له کبله ډېر کرل کېږي.

په ورته وخت کې د کونځلې غوړي په نړیواله کچه په نباتي غوړیو کې لومړی مقام لري او هند، چین، سوډان او مکسیکو یې لوی تولیدوونکي دي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !