پاکستان یو ځل بیا د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، آلیس ویلز په اسلام اباد کې له محمود قریشي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د نورو ګډو مسایلو تر څنګ پر افغان سوله هم خبرې شوې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. دده په خبره دوی هڅه کوي دلته روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي او د سولې لپاره یوه باوري هوکړه رامنځ ته شي.

ویلز هم ویلي چې پاکستان باید د ترهګرۍ ضد مبارزه پیاوړې کړي او له افغان سولې سره دې رښتینې مرسته وکړي. پاکستاني رسنۍ وایي چې په سویس کې هم د ټرمپ او عمران خان په لیدنه کې د بحث یوه موضوع د افغانستان سوله وه.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !