حکمتیار: د قطر په روانو مذاکراتو کې د اوسني حکومت برخلیک معلومېږي

د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار، چې په کابل کې د سولې ملي بهیر غړو سره یوې ناستې ته خبرې کولې له طالبانو وغوښتل که له حکومت سره خبرو ته نه چمتو کيږي، نو د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو له لارې دې بحران ته د حل لار ولټوي او له هغو ګوندونو سره دې مخامخ خبرې پیل کړي کوم چې پدې موده کي ورسره جنګېدلي دي

ښاغلی حکمتیار وایي که طالبان له اوسني حکومت سره خبرې نه کوي او هغه مستثنی کوي، نو ضرورت یې ځکه نشته، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ توافق کې د اوسني حکومت برخلیک هم معلومیږي.

د حزب اسلامي مشر همداراز وایي د سولې ټینګښت او جنګ پای ته رسیدو یوازینۍ لار داده، څو بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او افغانان پرېښودل شي، څو په خپله خپل برخلیک وټاکي.حکمتیار وایي، چې افغانان باید د بهرنیانو له وساطت پرته روانه جګړه ختمه کړي.

د حزب اسلامي مشر وایي، چې ټول باید په یو ملي میثاق توافق وکړي او هغه دا چې مخکنۍ تجربې بیا تکرار نه شي او ټول دا ومني، چې واک ته د رسېدو يواځینۍ لار شفاف او عادلانه انتخابات دي.

ښاغلی حکمتیار داسې وخت، د قطر مذاکرات د کابل حکومت د برخلیک ټاکلو لپاره کافي ګڼي، چې په دوحه کې د طالب او امریکایي لوري مذاکرات پای ته په رسېدو ښکاري او داسې تمې شته، چې ښایي په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو تر منځ توافق لاسلیک شي.

تر دې وړاندې طالبانو په بیا، بیا ټنیګار کړی وو، چې له امریکايي لوري سره تر توافق وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیلوي؛ خو له کابل ادارې سره د حکومت په څېر خبرې نه کوي.

کابل حکومت بیا وایي، دوی له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی چمتو کړی؛ خو اوربند به ددې خبرو لپاره اساسي شرط وي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !