غور: لاریونوالو د ګڼو دولتي ادارو دروازې تړلې

د غور ولایت په مرکز کې راټولو شویو سلګونو لاریونوالو د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې په خلاف غږ پورته کړی او په ښار کې یې د لسګونو دولتي ادارو دروازې تړلې.

دغه لاریونوال چې تېره شپه یې د غور ولایت مقام مخې ته د تحصن خیمه وهلې وه، حکومت د غور په برخه کې په بې پروایي تورنوي او ادعا کوي، چې په ملي بودیجه کې توازن نه دی ساتل شوی او ددې ولایت پراختیا پکې له پامه غورځول شوې.

د لاریونوالو له قوله، د ۱۳۹۹ مالي کال په بودیجه کې د غور ولایت پراختیایي پروژو ته هیڅ پام نه دی شوی او نه هم ددې ولایت لپاره کومه پراختیایي بودیجه په نظر کې نیول شوې.

دوی ددې تر څنګ د مرکزي ولایتونو د لویو لارو د رغولو غوښتنه کوي او ټینګار کوي، چې ددې سرکونو جوړولو ته باید په ملي بودیجه کې ځای ورکړل شي.

یاده دې وي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه له ګڼو ناندریو وروسته تېره ورځ د کابل حکومت د ولسي جرګې له لوري تصویب شوه، دغه بودیجه ټولټال ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۸۹ یې عادي او ۱۳۹ میلیارده‌یې پراختیايي بودیجه ده.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !