ټرمپ: له پاکستان سره د سرحدي ستونزو په حل کې همکاري کوو

امریکا وایي له پاکستان سره د سرحدي ستونزو په حل کې همکاري کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دوی د کشمیر پر سر د پاکستان او هند کشمکش له نږدې څاري او تیار دي چې ددغه ستونزې په حل کې همکاری وکړي. ټرمپ دغه راز ویلي چې له عمران خان سره یې پر سرحدي مسایلو او همدا راز افغان سوله باندې خبرې کړې دي. ټرمپ ویلي چې له پاکستان سره د سرحدي ستونزو په حل کې مرسته او همکاري کوي. نوموړي په دې اړه تر دې ډېر وضاحت نه دی ورکړی، خو پاکستان له افغانستان او هند سره د پولو پر سر ستونزه لري. پاکستان په غیر قانوني توګه پر ډیورنډ فرضي کرښه اغزن سیم تېر کړی دی او د کرښې ددواړو غاړو خلکو غبرګونونه یې پارولي دي. تر دې وړاندې بیا ګڼو امریکايي چارواکو دغه فرضي کرښه رسمي سرحد بللی چې افغان سیاستوالو یې دا کار غندلی دی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !