مقتدی صدر: عراق کې نور د غربیانو لپاره ځای نشته دی

د عراق د شعیه مسلمانانو رهبر مقتدی صدر وایي، په هېواد کې یې له دې وروسته د غربیانو لپاره ځای نشته دی او هغوی باید ژر تر ژره له دې خاورې پښې سپکې کړي. نوموړي په یاد هېواد کې د میلیوني لاریون په نامه د عراقیانو مظاهرې ته په اشارې چې ښایي د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي وویل، د عراق ملت نور په خپل هېواد کې له مېشتو بهرنیانو ستړی شوی دی او نه غواړي د بهرنیانو تر قیادت لاندې ژوند وکړي نو غوره به دا وي چې ټول بهرني ځواکونه ځانګړې توګه امریکایان هر څومره ژر دا هېواد پرېږدي. صدر زیاته کړې، اوس د دې وخت دی چې په عراق کې د فساد جرړې وایستل شي او له سره داسې یو حکومت واک ته ورسېږي چې ټول عراقیان پکې خپل ځان وویني. نوموړي د خپل ټویټ په وروستۍ برخه کې خپلو پلویانو ته په خطاب کې لیکلي، لاریون وکړئ او مخکې لاړ شئ.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !