ارک د سولې د انحصار په لټه کې دی

سولې له تودو هڅو سره هممهاله افغان سیاسیون وایي چې دوی به د سولې لپاره طرحه جوړوي. دغو مطرحو سیاسي څېرو د اجرایه رییس د دویم مرستیال محمد محقق په کور کې غونډه کړې وه او د سولې په اړه یې خبرې کړې دي. دوی وایي چې د افغانانو په خوښه به د سولې طرحه جوړوي او هڅه کوي چې جګړه ختمه او بین الافغاني سوله تامین شي. دوی دغه راز حکومت تورن کړ چې د سولې د انحصار هڅه کوي. د سیاسیونو په خبره، په حکومت کې ځينې خاص کړۍ دي چې غواړي سوله انحصار کړي او یا د واک د ساتلو لپاره د سولې په لار کې خنډ جوړ کړي.

د افغانستان د سولې مسئله له څو میاشتو راهیسې په یوه ګونګ وضعیت کې ده. داسې تورونه دي چې افغان حکومت له دې پروسې سره همکاري نه کوي او په ځینو مسایلو کې ستونزې ورته جوړوي. دوی د بیجېنګ او همدا راز نورو غونډو کې د ګډونوالو لپاره ستونزې جوړې کړې او د بیجېنګ غونډه له همدې امله وځنډېده. اوس تازه افغان سیاسیون سره راټول شوي دي او وایي چې د سولې لپاره به یوه ملي، د ولس په خوښه او عملي طرحه جوړه کړي. پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي او نور مطرح شخصیتونه د دې غونډې ګډونوال وو. په دې غونډه کې د ډېرو سیاسي ګوندونو استازو هم ګډون کړی و.

دوی وایي چې په حکومت کې ځینې کړۍ هڅه کوي چې د سولې روان بهیر برمته کړي او یا یې په خپلو شخصي افکارو او نظریاتو انحصار کړي. د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق بیا حکومت کمزوری بولي او په خبره یې، په هغه موقف کې نه دی چې وکړی شي په افغانستان کې روان بحران په یوازې ځان حل کړي. هغه زیاتوي، په ارګ کې یوه ځانګړې کړۍ ده چې هر څه یې انحصار کړي دي. د ده په خبره، دلته شته کړۍ د افغانانو استازیتوب نه کوي او دلته باید جګړه د افغانانو په هڅو ختمه شي. محقق وايي: «دا کړۍ هر څه په ځان پورې اړوند بولي. هر څه باید دوی او ملګري یې وکړي. کار باید یا ولسمشر غني وکړي یا د ده ملګري».

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، دوی دلته د دې لپاره راټول شوي چې دوی د سولې هڅې سره منسجمې او طرحې سره یو ځای کړي. هغه زیاته کړې، په دې توګه به د سولې لپاره یو پیاوړی پلان او طرحه جوړ کړي، څو دلته خونړۍ جګړه ختمه او دایمي ثبات راولي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال محمد یونس قانوني هم وویل چې د سولې نوې طرحه به په حقیقت کې د ولس او خلکو طرحه وي. د قانوني په خبره، د دې طرحې امتیاز او ستونزې به ټولې ملت ته ورګرځي او دوی هڅه کوي چې د همدې طرحې پر مټ جګړه ختمه کړي. قانوني زیاته کړې: «موږ د ملت په استازیتوب باید د جګړې د پای عملي طرحه جوړه کړو. داسې طرحه چې ګټه یې ملت ته وي او دلته اوږده خونړۍ جګړه پای ته ورسوي. د افغانستان خلک باید ځان په دې طرحه کې شریک او برخه وال وبولي».

د سولې عالي شورا رییس بیا وایي چې د تاوتریخوالي کمول د سولې له پروسې سره همکاري کوي. هغه وايي چې که د تاوتریخوالي کمول د جګړې د کمېدو سبب ګرځي، باید هرکلی یې وکړو. هغه زیاتوي چې حکومت دې د هر ګام هرکلی وکړي او جګړه دې ختمه کړي. نوموړی وايي: «تاوتریخوالی چې کمېږي د افغانستان په ګټه دی، د اوربند مسئله په بین الافغاني خبرو کې مطرح شوې ده. حکومت دې د اوربند په بهانه د سولې د خبرو لپاره خنډ نه جوړوي، هېڅوک دې د جګړې د کمېدو مخالفت نه کوي».

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم وایي چې هېڅوک باید د جګړې د کمېدو او تاوتریخوالي د درېدو مخه ونه نیسي. هغه وایي، ځينې شخصي ګټې پالي او د سولې مخالفت کوي، په داسې حال کې چې د سولې مسئله د هر چا تر ګټو مهمه او لوړه ده.

د سولې په تړاو داسې مهال دغه هڅې روانې دي، چې حکومت د سولې پروسې پر انحصار تورن دی او بلخوا طالبانو بیا ویلي چې امریکا د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره پر دوی نوي نوي شرطونه ور زیاتوي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !