راس ولسن: امریکا به د افغانستان په بیا رغونه کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي

په کابل کې د امریکا د سفارت نوی شارژدافیر راس ولسن وایي، ده په افغانستان کې نوې خپله دنده پیل کړې ده او په دې موده کې یې له ګڼو افغان سیاستوالو سره لیده کاته لرلي دي. دده په خبره دی او همکاران یې په افغانستان کې ددایمي سولې لپاره هڅه کوي او غواړي په افغانستان کې د ولسواکۍ ملاتړ ته ادامه ورکړي. دده په خبره امریکا د افغانستان بیا رغونې او پرمختګ ته ژمنه ده او دا د خپل ماموریت یوه برخه ګڼي. هغه د افغانانو فرهنګ او مېلمه پالنه ستایلې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه هېواد ته ډېر ژر تلپاتې سوله او ثبات راشي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !