زلزلې په ترکیه تر ۸۰۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

 

په ترکیه کې د قوي زلزلې له امله مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې تېره ورځ ماښام د ریشتر په کچه ۶.۸ درجې زلزلې د ترکیې ځینې ښارونه ولړزول. په دې زلزله کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۹ کسانو ته رسېدلی دی. د ترکیې د روغتیا وزارت کارکوونکي وایي دوی د خلکو د ژغورنې لپاره ټول لومړني تدابیر نیولي دي او لومړنۍ مرستې به په بېړه اړمنو ته ورسوي. د ترکیې حکومت بیا وایي چې په ځينو ښارونو کې ټول ټال ۷۷۲ کسان ټپیان شوي چې ځینې یې تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته کورونو ته ستانه شوي دي. د مالي تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !